انصار: (د زمري ۱۰ مه)، د ايران د سپاه پاسداران ځواکونه وايي، د حماس ډلې مشر اسماعيل حانيه د ايران په مرکز تهران کې وژل شوی دی.
يادو ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويلي، اسماعيل حانيه د ده د اوسېدو پر ځای د بريد پر مهال وژل شوی دی.
تر اوسه نه دي ويل شوي چې بريد د چا له خوا شوی دی.
اسراييل چې د تېر کال د اکتوبر د اوومې له بريدونو وروسته چې حماس ډلې پر اسراييل کړي وو او ۱۲۰۰تنه په کې وژل شوي وو، د حماس ډلې پر وړاندې غزه کې سخت عمليات پيل کړ او د اسماعيل حانيه د وژلو هوډ يې ښودلی و.
خو اسراييل هم تر اوسه د اسماعيل حانيه د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32755
قرأ